د کندهار سپین بولد کې د مؤسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۳:۵۹
د کندهار سپین بولد کې د مؤسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د عمومي وضعیت د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په پار لوړ پوړرې پلاوی کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت سپین بولد کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو سره د چلند د بهیر د ګړندي کولو په موخه د مؤسسو له استازو سره وکتل.
په دې غونډه کې لومړۍ د اسپین بولدک په پوله کې د کډوالو مسوول د اجباري ایستل شویو کډوالو شمېرو ته په اشارې سره ووېل، کډوال لنډمهاله کمپونو، خوراکي او غیرخوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او د اوبو رسولو سیسټم ته ډېره اړتیا لري.
ورپسې په اجباري توګه ایستل شویو د راستنېدونکو عمومي حالت ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړي پلاوي د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په مشرۍ، مولوي سید احمد مستقیم د کلیو پراختیا وزارت معین، مولوي احمد شاه ذهین پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو آمر او د مولوي محمد صالح آخندزاده د افغای سرې میاشتې ټولنې استازي په شتون کې د اجباري ایستل شویو کډوالو عمومي حالت ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.
یاد پلاوي د کډوالۍ پر پراخو اړخونو او د اسپین بولدک په پوله کې له پاکستان هېواد څخه اجباري ایستل شویو کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې او د کډوالو لپاره یې د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستو پر همغږي کولو د ټینګار غوښتنه وکړه. اجباري ایستل شویو د کډوالو حالت ته د رسېدنې پلاوي د کډوالو لپاره د افغانستان اسلامي امارت پر امکاناتو او کړنو خبرې وکړې او د مرستو رسولو د لړۍ ګړندۍ کولو او کډوالو ته د رسېدنې په موخه د شیفټ ټیمونو جوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د IOM, WFP او UNCHAR دفترونو استازو د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ټولو کډوالو لپاره یې د رسېدنې لړۍ ګړندۍ کولو په اړه ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د مرستو یوځاۍ کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ او ټولو کډوالو ته په یو ډول د مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت