د ځمکو چارو لوی رییس ددې ریاست کارکوونکو ته: چارې موپه صداقت مخته یوسئ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۰:۲۸
د ځمکو چارو لوی رییس ددې ریاست کارکوونکو ته: چارې موپه صداقت مخته یوسئ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ ددې ادارې اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د استملاک او بيا مېشتېدنې، جیوديزۍ او کدستر د عمومی ریاستونو مسوولینو تر څنګ د دغو رياستونو تر چتر لاندې برخو مسوولينو او همدا راز د دغه ادارې د مختلفو څانګو آمرينو هم په غونډه کې ګډون کړی وو.
د یادو ریاستونو مسوولین د ځمکو ادارې له رهبرۍ سره د خپلو کارونو او فعالیتونو  د شریکولو په ترڅ کې د خپل ریاستونو د ستونزو په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل.
په سر کې د تصفيې، استملاک، جیوډیزي، کارتوګرافي، معلوماتي تکنالوژۍ او نور مختلفو برخو مسوولينو د خپلو څانګو ستونزې لکه د تصفيې او استملاک ټيمونو په ولایاتو کې د فعاليتونو او د هغو د سفريې په اړه، په ځينو څانګو کې د خدماتي کارکوونکو کمښت، د پرنټرونو او پلاترونو د رنګ نشتوالي، یو تعداد داغمه جات وسایل چې له پخوا نه د يو شمېر کارکوونکو په جمع کې قید دی او هغه وسایل د جنسي مدیریت لخواه بل ځای انتقال شوي او تر اوسه د دغه کارکوونکو له جمع څخه وضع شوي ندي او په داسې نورو ستونزو خبرې وشوې.
 ورپسې د اراضی ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د مسوولينو د خبرو اورېدو وروسته ټولو ته لازمې لارښوونې وکړې او د ستونزو په حل يې ټينګار وکړ.
ښاغلی رحماني زیاته کړه لکه څرنګه چې معلومېږي يو شمېر کارکوونکي په رسمي وخت له ادارې څخه بې له کوم دلیل دننه او بهر ووځي چې باید مربوطه مسوولين یې ترې پوښتنه وکړي.
همداراز د اراضۍ ریاست په اداري برخه کې هم دېرې ستونزې شتون لري چې د هغه د مخنيوي لپاره په جدي توګه باید ورته پاملرنه وشي.
په پای کې د اراضي ریاست د مختلفو څانګو مسوولينو د دغه ادارې د مشر له خبرو اورېدو وروسته د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت