د ننګرهار لعلپور کې پر ۱۹۰ جریبه ځمکه نکریزه کرل شوې ده

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۰:۱۷
د ننګرهار لعلپور کې پر ۱۹۰ جریبه ځمکه نکریزه کرل شوې ده

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال د ننګرهار په لعلپورې ولسوالی کې پر ۱۹۰ جریبه ځمکه نکریزه کرل شوې ده.
نکریزه یو کرنیز نبات دی، چې د غویی په میاشت کې کرل کېږي او د لړم میاشت په ۱۵ رفع حاصل کېږي او په في جریب ځمکه کې ۲۱ کیلو ګرامه تخم اچول کېږي.
نکریزو یو جریب ځمکه ۸۰ منه حاصل ورکوی؛  چې اوس وخت کې یومن په ۵۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
داچې ددې نبات کښت،  روزنه او پروسس یې خورا سخت کار ته اړتیا لري، نو دکښت سره یې د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده او بله دا چې په بازار کې تیاري جوړي شوو نکریزو او رنګونو د وطني نکریزو بازار کم رنګه کړیدي.
نکریزه د افغاني کلتور یوه بډایه برخه ده؛ چې خلک یې په مختلفو طریقو د خوښیو، ودونو او دودیزو ورځو کې استعمالوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت