د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د قطر نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۰:۳۲
د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د قطر نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد چې د قطر په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه د دغه وزارت د استازي په توګه یاد هېواد ته سفر کړی، د قطر نړیوال نندارتون له غرقو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د قطر د نړیوال نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه او د هغو غرفو وضعیت یې وارزاوه چې د افغانستان د استازي په توګه یې په دغه نندارتون کې برخه اخیستې وه.
په دې لیدنه کې مفتي عبدالرحیم شاهد له هغو سوداګرو او متشبثینو چې د افغانستان په استازیتوب یې په دې نندارتون کې ګډون کړي ، وغوښتل، چې د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خرڅلاو او همدارنګه د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار موندلو لپاره په خپل ټول توان سره هڅې وکړي.
د قطر نړيوال نندارتون هر کال د شپږو مياشتو په لپاره د نړيوالو سوداګرو په ګډون په بېلابېلو برخو کې جوړېږي، چې سږ کال په دغه نندارتون کې د افغانستان کرنيز او مالدارۍ محصولات او نور کورني توليدات هم نندارې ته اېښودل شوي دي.


بازدید رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه قطر 
مفتی عبدالرحیم عبدالرحیم شاهد رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت که به نماینده گی از این وزارت جهت اشتراک در نمایشگاه بین الملی قطر به آن کشور سفر کرده است از غرفه‌های نمایشگاه متذکره بازدید کرد.
رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از غرفه‌های نمایشگاه بین الملی قطر بازدید کرده و وضعیت غرفه‌های که به نماینده‌گی از افغانستان در آن نمایشگاه اشتراک کرده اند را ارزیابی نمود.
در جریان این بازدید مفتی عبدالرحیم شاهد از تجار و متشبثین که به نماینده‌گی افغانستان اشتراک نموده بودند خواست که با تمام توان تلاش نمایند تا محصولات زراعت و مالداری کشور را به فروش رسانیده و همچنان بازار مناسبی برای فروش محصولات زراعتی کشور دریابند.
نمایشگاه بین الملی قطر همه ساله در بخش‌های مختلف با اشتراک تجار بین الملی برای مدت شش ماه  برگزار می‌شود که امسال در این نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری و سایر تولیدات داخلی افغانستان به نمایش گذاشته شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

بازگشت