پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۲:۰
پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
 دپروان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم دپروان د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، دپروان د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د پروان ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شویو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره او د دې پلاوی د سفرونو په اړه خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت