د هلمند د ګرمسېر او باباجي ولسوالیو په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۱:۰
د هلمند د ګرمسېر او باباجي ولسوالیو په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسیر او باباجي ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مسؤلینو لخوا په میله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
په یادو ولسوالیو کې کرنیز او حیواني درمل پلورونکي چې په ازاده فضاء او نا مناسبه محیطي چاپېریال کې یاد درمل پلورل د زیانونو په اړه یې ورته لازم معلومات ورکول شول او ټینګار وشو ترڅو په راتلونکي ددې ډول پیر او پلور څخه ډډه وکړي .
د ګرمسېر او باباجي ولسوالیو د کرنې مسؤلینو نوموړیو درمل پلورونکو ته هدایت وکړ ترڅو خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي، هغه کړنلاره او لارښونې چې د کرنې وزارت له خوا وضع شوي دي باید پلي کړي تر څو بزګر، مالدار او عام خلک ددغه ډول درملو له احتمالي خطراتو څخه خوندي ووسي.
د یادولو وړ ده چې د هلمند په ولایت کې په غیر فني او مسلکي توګه د کرنیزو او حیواني درملو د پیر او پلور د مراکزو بندولو په موخه له وړاندې یو ګډ کمیسون هم جوړ شوی دی چې په عملي ډول یې خپلې چارې پیل کړي دي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت