د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۵۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې له چارواکو سره وکتل

۱۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د سویابین د تولید او پروسس په برخه کې د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې«ان، اي،آی» له چارواکو سره وکتل.
د يادې ادارې مسوولينو په څلورو ولايتونو (بلخ، ننګرهار، لغمان او هرات) کې د د ننداریزو کروندو د جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د خپلو فعاليتونو راپور ورکړ او د خپلو پروژو په پلي کولو کې د کرنې وزارت د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې«ان، اي،آی» کړن اغېزمنې وبللې او له یادې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاده مؤسسه د کرنې وزارت په همکارۍ د کروندګرو لپاره د سويابينو د کرکيلې په برخه کې همکاري کوي، چې د کرنې وزارت په همکارۍ يې په بلخ کې ۴۵ درې جريبه، په ننګرهار کې ۲۹، په لغمان کې ۱۱ او په هرات کې ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې کړي دي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه تغذیه و آموزش بین المللی
۱۳ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در دفتر کارش با مسوولان موسسه تغذیه و آموزش بین المللی(NEI) که در بخش تولید و پروسس سویابین کار می‌کنند دیدار کرد.
مسوولان موسسه متذکره گزارش فعالیت‌های‌شان را در بخش ایجاد قطعات نمایشی در چهار ولایت ( بلخ، ننگرهار، لغمان و هرات) را به معین زراعت و مالداری وزارت زراعت بیان کردند و همچنین خواستار ادامه همکاری‌های وزارت زراعت در تطبیق پروژه‌ها ها‌ی‌شان شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری کارکردهای موسسه تغذیه و آموزش بین المللی موثر دانسته و اطمینان همکاری را با موسسه متذکره سپرد.
موسسه متذکره در بخش پرورش سویابین برای دهقانان همکاری می‌کند که امسال ۴۵ قطعه نمایشی  سه جریبه در بلخ، ۲۹ قطعه در ولایت ننگرهار ، ۱۱ قطعه در لغمان و در ولایت هرات ۱۵ قطعه نمایشی را در همکاری با وزارت زراعت احداث کرده اند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت