دکرنې وزیر د بامیان والي او ددې ولایت د غصب مخنیوي کمېټې غړو سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۵۶
دکرنې وزیر د بامیان والي او ددې ولایت د غصب مخنیوي کمېټې غړو سره وکتل 

۱۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د بامیان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي او  د دغه ولایت د غصب مخنیوی د تخنیکي کمېټې له غړو سره د بامیانو ولایت په مرکز کې وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې رييس د پلاوي د غړو په استازيتوب د ښارګوټو، د استوګنځايونو،  او کرنيزو ځمکو د تثبیت او پېژندنې په اړه د کرنې وزير ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کرنې وزیر د هماهنګۍ د پیاوړتیا او د دغه پلاوي د کارونو د ګړندیتوب په اړه حاضرینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
همدارنګه یې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د امیرالمومنین هبة الله اخندزاده حفظه الله فرمانونه هم بیان کړل.
د باميانو والي هم ټينګار وکړ چې د سلطاني او شخصي ځمکو د پېژندلو په برخه کې به هراړخيزه همکاري وکړي او له دې کميټې سره به اوونيزه غونډه کوي.

ملاقات وزیر زراعت با والی و اعضای هئیت جلوگیری از غصب ولایت بامیان 
۱۳ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی عبدالله سرحدی والی بامیان و اعضای هیئت تخنیکی جلوگیری از غصب آن ولایت در مرکز بامیان دیدار کرد.
در این دیدار رئیس زراعت به نمایندگی اعضای هیئت در بخش تثبیت و تشخیص شهرک های رهایشی، منازل مسکونی و زمین های زراعتی به وزیر زراعت معلومات ارایه کرد. 
بعدا وزیر زراعت هدایات، اوامر و سفاراشاتی را پیرامون  تقویت هماهنگی و تسریع تثبیت کار این هیئت به حاضران ارشاد نمود‌.
همچنان اوامر امیرالمومنین هبة الله آخوندزاده حفظ الله را در بخش جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده بیان کرد
والی بامیان نیز تاکید کرد که در راستای تشخیص زمین‌های سلطانی و شخصی همکاری همه جانبه می‌کند و هفته وار جلساتی را با این هئیت دایر خواهد نمود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت