د امارتي تثبیت شویو ښارګوټو د ځمکې اجاره ورکونې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۹:۵۲
د امارتي تثبیت شویو ښارګوټو د ځمکې اجاره ورکونې په پار غونډه دائره شوه

۱۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د هغو ښارګوټو د ځمکو د اجارې په موخه غونډه جوړه شوه، چې د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون له ارزونې وروسته امارتي تثبیت شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت له مخې د هغو ښارګوټو د اوسیدونکو د بې سرپناهۍ د مخنیوي په موخه چې ځمکې یې امارتي تثبیت شوی دی، ددغو ځمکو تر امارتي تثبیت کېدو وروسته د یاد ښارګوټو اوسیدونکو ته یاده ځمکه د یوې کړن لارې پر اساس په اجاره ورکول کېږي.
په همدې موخه د کابل ښار په ۲۱ ناحیه کې د حاجي جنت ګل ښارګوټي د ځمکې د اجاره کولو په موخه غونډه چې پخوا د سیمه ییزو زورواکو له خوا په امارتي ځمکو کې په خپل سر جوړه شوې وه او د اماراتو ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې له خوا تر ارزونې وروسته امارتي تثبیت شوې وه د یادو ځمکو د اجاره ورکونې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
یاد ښارګوټی چې څه دپاسه څلویښت زره کورنۍ په کې اوسیږي د امارت په ځمکو جوړ شوی او د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې دیاد ښارګوټي د اوسېدونکو د بې کوره کېدو د مخنیوي په خاطر د ښارګوټي ځمکه یادو کسانو ته په اجاره ورکول کېږي.
دا دویمه غونډه ده، چې د کرنې وزارت د اجاره ورکونې او تصفیې او تثبیت د ریاستونو د چارواکو په شتون کې جوړېږي، چې په کې د کابل ښآر په ۲۱ ناحیه کې د حاجي جنت ګل ښارګوټی د ځمکې د سروې او تثبیت څرنګوالی، د ملکیتونو د ابعاد او حجم د معلومولو او د اجارې لپاره د طرزالعمل یا مقررې د جوړولو په اړه خبرې وشوې. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي تېره غونډه کې دوه ځانګړې کاري ډلې ته دنده سپارلې وه، چې د ملکیتونو د سروې، ثبت، د ابعاد او حجم د ټاکلو او همدارنګه د ځمکې د اجارې د څرنګوالي په اړه طرزالعمل جوړ او غونډې ته د نهايي کولو لپاره وړاندې کړي.
په همدې موخه کاري ډلې د ځمکې د اجارې د څرنګوالي طرحه او د حاجي جنت ګل ښارګوټي د ځمکې د سروې لارښود ترتیب او د نظرونو غوښتلو په موخه یې غونډې ته وړاندې کړل.

جلسه‌ی جهت به اجاره دهی زمین‌‌ شهرک‌های که امارتی تثبیت شده برگزار شد 
۱۲ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به هدف به اجاره دهی زمین‌ شهرک‌های که زمین آن پس از بررسی کمیسون جلوگیری از غصب امارتی تثبیت گردیده است   به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت برگزار شد.
مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان به منظور جلوگیری از بی سرپناه شدن باشنده گان شهرک‌های که زمین‌ آن امارتی تثبیت گردیده است، پس از امارتی تثبیت شدن زمین برای باشنده گان شهرک‌ها زمینی که بالای آن تصرف دارند از طریق یک طرزالعمل به اجاره سپرده می شود.
به همین منظور جلسه‌ی به منظور به اجاره دهی زمین‌های شهرک حاجی جنت گل واقع ناحیه ۲۱ شهر کابل که قبل به گونه خودسر از سوی زورمندان محلی بالای زمین‌های امارتی احداث گردیده بود و پس از بررسی کمیسون جلوگیری ازغصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده امارتی تثبیت گردیده است در وزارت زراعت برگزار شد.
شهرک متذکره که در آن در حدود چهل هزار خانواده بودباش دارد در زمین‌های امارتی احداث شده است و مطابق به حکم رهبری امارت اسلامی به منظور جلوگیری از بی سرپناه شدن باشنده گان شهرک متذکره زمین‌ شهرک برای متصرفین آن به اجاره داده می شود.
این  دومین جلسه‌ی است که  با حضور داشت مسولان ریاست‌های اجاره دهی و تصفیه و تثبیت ملکیت وزارت زراعت برگزار شده و در آن چگونگی سروی، تثبیت  ابعاد و حجم ملکیت‌ها و ساخت طرزالعمل و یا مقرر جهت به اجاره دهی زمین‌های شهرک حاجی جنت گل واقع حوزه بیست یکم شهر کابل به بحث گرفته شد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در جلسه قبلی به دو گروه کاری مشخص وظیفه سپرد بود  تا رهنمودی را به منظور سروی،  تثبیت ابعاد و حجم ملکیت‌ها و همچنان طرزالعمل چگونگی به اجاره دهی زمین را  ساخته و غرض نهایی سازی پیشکش نمایند.
که  به این منظور گروپ‌های کاری  موظف شده طرح طرزالعمل چگونگی به اجاره دهی زمین و رهنمود جهت سروی زمین شهرک حاجی جنت گل را ترتیب نموده و غرض نظر خواهی پیش کش نمودند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت