غور کې دکرنې وزیر په مشرۍ د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي غونډه دائر شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۲:۵۸
غور کې دکرنې وزیر په مشرۍ د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي غونډه دائر شوه

۱۱ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
په غور ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري او د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړي په مشرۍ د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې دائره شوه.
دغه غونډه چې د غور ولايت د مقام په ودانۍ کې جوړه شوې وه، په کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د غور والي ملا احمدشاه دين دوست، نظامي چارواکو او د غور د غصب د مخنيوي کمېټې رئيسانو حضور درلود.
په دې غونډه کې د کرنې رییس مولوي غلام محمد کاظم او حاضرو رییسانو د ځمکو دغصب، تثبیت او بېرته راګرځولو په برخه کې خپلې ستونزې وړاندې کړې او د کرنې له وزیر څخه د پاملرنې او لارښوونې غوښتونکي شول.
ورپسې د کرنې وزیر د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او تثبیت د څرنګوالي په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې او رهبرۍ شورا پرېکړې، تصمیمونه او لارې چارې بیان کړل او د غور ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو یې وغوښت،ل چې په دې برخه کې په جدې توګه کار وکړي. 
دغه راز د غور والي احمدشاه دین دوست هم په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې د غور ملکي او نظامي ځواکونه به د ځمکو د شخړو د هواري او پر وخت د حل په موخه له اړوندو چارواکو سره بشپړه همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د غور ولايت مستوفي مولوي محمد اسحق عثمان، د کار او ټولنيزو چارو رييس حاجي نصرالله انصار او د غور ولايت د غصب د مخنيوي کمېټې غړو هم حضور درلود.

تدویر جلسه هیئت جلوگیری از غصب به رهبری وزیر زراعت در ولایت غور 
۱۱ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه هیئت تخنیکی جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین های غصب شده در ولایت غور به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و عضو کمیسون جلوگیری از غصب با حضور مسوولان محلی آن ولایت برگزار شد.
این نشست که در ساختمان ولایت غور دایر شد در آن مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، ملا احمدشاه دین دوست والی غور، مسوولان نظامی و روساء عضو کمیته جلوگیری از غصب غور در آن حضور داشتند.
در این جلسه مولوی غلام محمد کاظم رئیس زراعت و روساء حاضر مشکلات شان را در قسمت تثبیت و استرداد زمین‌ها مطرح ساخته و از وزیر زراعت خواستار توجه و طالب هدایت شدند. 
بعد از آن وزیر زراعت راهکارها، تصمیمات و فیصله‌های کابینه و رهبری امارت اسلامی افغانستان  را در راستای چگونگی  استرداد و تثبیت بهتر زمین‌های غصب شده بیان نموده و از مسوولان ملکی و نظامی غور خواست تا با جدیت روی آن کار کنند. 
همچنان احمدشاه دین دوست والی غور در این جلسه  اطمینان داد که نیروهای ملکی و نظامی غور  بخاطر اجرآت به موقع و رسیدگی به منازعات زمین  همکاری همه‌جانبه داد را با مسوولان مربوطه انجام می‌دهند.
در این مجلس مولوی محمد اسحاق عثمان مستوفی غور، حاجی نصر الله انصار رئیس کار و امور اجتماعی و روساء عضوی کمیته جلوگیری از غصب ولایت غور نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۷:۲۲
Background image

ایران ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو د مرستيال سفر


١١ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
١١ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو مرستيال مولوي بازمحمد فيضان، د يو رسمي پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دنرخې په ولسوالی کې پر ۴۰ بزګرانو د. . .

بازگشت