بغلان ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۲۸
بغلان ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

٧ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  دکرنيزو څېړنو انستیتوت لوی رییس مولوی  نصرالله طلحه په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت دفارمونو امرمحمد یعقوب مسعود  د اګرانومي امر میرویس داودي او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د بغلان ولایت دکرنې ریاست دکرنيزو څېړنو لوی مدیریت څخه د لیدنې په ترڅ کې ددې مدیریت د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت  دکرنيزو څېړنو انستیتوت لوی رییس مولوی  نصرالله طلحه د یاد مدیریت د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، او د شته ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
ددې سفر موخه د فارمونو د وضعیت ارزونه، په غوره توګه د راتلونکي کال پلانونه پلي کول، په فارمونو کې د بېلابېلو تجربو په لاره اچول  او همدارنګه دعوایدو زیاتوالی ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت