لوګر کې د یوشمېر پروژو چارې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۱:۳۰
لوګر کې د یوشمېر پروژو چارې روانې دي

٧ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې، چې د دغه ریاست د طبیعي سرچینو آمر نصیر الدین بهیج او د عوایدو آمرقاري شاهدهمراز یې هم ملتیا کوله د لوګر مرکز اړوند ځینو پروژو څخه لیدنه او څارنه تر سره کړه.
دغه پروژې، چې لسګونه اړمنو کورنیو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده، لوګر پوهنتون ته څېرمه د تراسونو کېندل دی او په دوه سیمو کې جریان لري، چې هر کاریګر ته د کار په بدل کې میاشتنۍ شپږ زره څلور سوه افغانۍ معاش ورکول کېږی، چې مالي لګښت یې د بشري قواو د پراختیا ادارې له لورې ورکول کېږي او شپږ میاشتې په دوام وکړي.
د پلي شویو پروژو څخه موخه په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او د بې وزلي کچې کمول دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت