د کرنې او مالدارۍ مرستیال له یوشمېر بهر مېشتو افغان څېړونکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۹:۵۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال له یوشمېر بهر مېشتو افغان څېړونکو سره وکتل

 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې په امریکا او جرمني کې مېشتو یو شمېر افغان څېړونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د کار او پرمختګ لپاره د رامنځته شويو فرصتونو په هکله خبرې او د نظريو تبادله وکړه.
يادو کارپوهانو د کار لپاره رامنځته شوې کاري فرصتونه تر بل هر وخت زياتې وګڼلې او د کارونو په انعکاس او د نړۍ په کچه يې پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
همدارنګه یادو کارپوهانو ژمنه وکړه، چې د کرنې په سکټور کې ددې زمینه برابروي، څو متخصصین په بېلابېلو برخو کې مشورې ورکړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په لنډه توګه د کرنې وزارت د دوه کلنو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې، د دغه وزارت دروازې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو پر مخ خلاصې دي او موږ تل هڅه کوو چې د کرنې سکتور په ځان بسیا کړو.

دیدار معین زراعت و مالداری با شماری از محققین افغان مقیم خارج
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با  در دفتر کارش شماری  از محقیقین افغان که در امریکا و جرمنی سکونت دارند دیدار کرد.
 در این دیدار دو طرف پیرامون فرصت‌های ایجاد شده جهت کار و آبادی کشور بحث و تبادل نظر  کردند.
متخصصین متذکره  زمینه‌های کاری ایجاد شده برای کار را از هر زمانی  بیشتر  دانسته و تاکید بر انعکاس کارکرده‌ها و  به سطح جهان شدند.
 هم چنان متخصصین ذکر شده تعهد سپرده اند که در سکتور زراعت زمینه سازی می‌کنند تا متخصصین در عرصه‌های مختلف مشوره دهند.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت کارکرد‌های وزارت زراعت را در جریان دو سال به شکل مختصر ارایه نموده و اطمینان دادند که دروازه این وزارت به روی متخصصین داخلی و خارجی باز است و همیشه تلاش داریم تا سکتور زراعت به خود کفایی برسد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت