یو افغان سوداګر د کرنې په سکټور کې دوه میلیونه ډالره پانګونه کوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۹:۴۰
یو افغان سوداګر د کرنې په سکټور کې دوه میلیونه ډالره پانګونه کوي

د هېواد ملي سوداګر نجيب الله عظيمي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستيال مولوي صدراعظم عثماني سره په کتنه کې په افغانستان کې دننه د څو شرکتونو په همکارۍ د نږدې دوه ميليونو ډالرو پانګونې خبر وکړ.
د نجيب الله عظيمي په خبره، دغه پانګونه به د سرې د توليد، فارمونو، لابراتوارونو او د ځينو حيواني خوراکي توکو د توليد په برخه کېچې په جرمني کې مؤثریت لري کېږي.
هغه زیاته کړه: «ددې پانګونې له لارې زموږ پلان دادی، چې د کچالو د ګټورو ډولونو انتقال، د اوښ مارغه ترویج، د غواوو او وزو ډولنه چې د غوښې او شیدو له پلوه لوړ تولید لري فعالیت وکړو.»
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او هېواد ته د وارداتو د کمولو په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او وې ویل: «موږ په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ستاسو د هڅونې ستاینه کوو. هغه توکي او حیوانات چې تاسو یې لېږدئ، باید پرې څېړنې ووشي، ترڅو د کیفیت او کمیت له اړخه ورازول شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د هېواد ملي سوداګرو ته د پانګونې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

یک تاجر افغان دومیلیون دالر در سکتور زراعت سرمایه گذاری می کند 
نجیب الله عظیمی یکتن از  تاجران ملی کشور در دیدار با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سرمایه گذاری نزدیک به دو میلیون دالر به همکاری چند شرکت در داخل افغانستان خبر داد .
به گفته نجیب الله عظیمی این سرمایه گذاری در بخش تولید کود، فارم داری، لابرتوار و تولید بعضی مواد خوراکی حیوانات که در کشور آلمان موثریت داشته صورت می‌گیرد.
وی افزود" انتقال ورایتی مفید کچالو، ترویج نوع از فیل‌مرغ ورایتی گاو و بز که هم از لحاظ گوشت و هم از لحاظ شیر تولید زیاد دارند از پلان‌های ما در این سرمایه گذاری است".
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار از تلاش‌های وزارت زراعت مبنی بر بلند بردن تولیدات داخلی و کاهش‌دهی واردات به کشور سخن زده  گفت: "از انگیزه تان برای سرمایه‌گذاری در افغانستان قدردانی می‌کنیم، راجع به مواد و حیوانات که شما انتقال می‌دهید باید تحقیقات صورت گیرد تا از لحاظ کیفیت و کمیت بررسی شود".
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تلاش ایجاد فرصت‌های  سرمایه گذاری برای تجاران ملی و ایجاد شغل برای مردم کشور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت