د کابل موسهي کې یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۹:۲۶
د کابل موسهي کې یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت موسهي ولسوالی کې له یوشمېر مالدارانو سره د مالدارۍ اړونده توکو مرسته وشوه.
د چارواکو په خبره دغه مرستې، چې په کې د کورت وچولو قفس، د پنېر د پرس ماشین، د کوچ جوړونې ځک او د پسونو خوراکي توکي په کې شامل دي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولسوالی پر یوشمېر مالدارانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانوملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت