د کرنې وزارت د تثبیت او طلباتو کمېټه خپل کاري راپور مالیې او اداري مرستیال ته وړاندې کړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۱۳
د کرنې وزارت د تثبیت او طلباتو کمېټه خپل کاري راپور مالیې او اداري مرستیال ته وړاندې کړ

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دمعتمدینو تضمينونو استرداد، تامیناتو، مصارفاتي او معاشي طلباتو د راپور ورکونې په پار له یادې کمېټې سره غونډه دائره شوه.
دغه کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د پریکړې او د طلباتو د ورکړې او تضمیناتو او تامیناتو د استرداد د څرنګوالي سند د اوومې مادې او دکرنې وزارت د لارښوونې پر اساس د مقام سلاکار عزیزالرحمن رحماني په مشرۍ د مالیې وزارت، د مالي او حسابي ریاستونو، تهیې او تدارکاتو، کورني پلټنې او د کرنې وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي ریاست د استازو په ګډون جوړه شوې ده، چې خپل کاري راپور او غوښتنې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته وړاندې کړل.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د يادې کميټې د مسوولينو د رپوټ له اوريدو وروسته د هغوى د کارونو قدرداني وکړه او ددې کمېټې د چارو دښه پرمختګ په پار د کمېټې چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې: «هڅه وکړئ، چې د طلباتي غوښتنو په ورکړه، چې د اشخاصو له خوا دکرنې په وزارت بادې ده، ډل بندي وکړئ او لومړیتوبونه وټاکۍ، په لومړي سر کې د کارکوونکو معاشونه او په همدې توګه ټول طلبات باید ورکړل شي.»
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د اقتصادي کمیسیون د پریکړې له مخې ټولې ادارې مکلفې دي چې د اشخاصو او حقوقي بنسټونو طلبات له سره وڅېړي او تر تثبیت وروسته یې د تصویب لپاره رییس الوزراء ته وړاندې کړي، چې دکرنې وزارت د ګمارل شوې کمېټې له خا یې د ارزونې چارې بشپړ او ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت د مشرتابه له تایید وروسته د منظورۍ په پار د مالیې وزارت ته ولېږل شي.

کمیته تثبیت و پرداخت‌ طلبات وزارت زراعت گزارش کاری‌اش را به معین مالی و اداری اراییه کرد
۲ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
جلسه‌ای به منظور گزارش دهی کمیته تثبیت استرداد تضمینات معتمدین، تامینات، طلبات مصارفاتی و معاشاتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت برگزار شد.
این کمیته به اساس از فیصله کمیسیون اقتصادی امارت اسلامی افغانستان و ماده هفتم سند چگونگی پرداخت طلبات و استرداد تضمینات و تأمینات و هدایت مقام وزارت تحت ریاست عزیزالرحمن رحمانی مشاور مقام  با اشتراک نماینده‌گان  وزارت مالیه، ریاست‌های مالی و حسابی، تهیه و تدارکات، تفتیش داخلی و ریاست عمومی پالیسی و پلان  وزارت زراعت ایجاد گردیده بود، اجراات کاری و پیشنهادات خویش را به  معین مالی  و اداری وزارت زراعت اراییه کردند.
در این جلسه مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت پس از استماع  گزارش مسولان کمیته متذکره از کارکرد شان قدردانی نموده و  به مسوولان کمیته هدایات لازم را  جهت بهبود امور شان سپرد" کوشش نماید تا در جریان پرداخت طلباتی که از سوی اشخاص و افراد بالای وزارت زراعت است اولویت بندی نماید و در نخست معاشات کارمندان و به همین ترتیب سایر طلبات پرداخت گردد".
طبق فیصله کمیسیون اقتصادی کابینه امارت اسلامی افغانستان تمام ادارات موظف گردیده بودند  تا مطالبات اشخاص و نهادهای حقوقی را بررسی نموده و پس از تثبیت آن غرض منظوری به رییس الوزرا پیشنهاد نمایند که روند بررسی آن از سوی کمیته توظیف شده در وزارت زراعت تکمیل و قرار است  پس از تایید رهبری وزارت زراعت غرض منظوری به وزارت مالیه ارسال گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت