د لغمان دوو ولسوالیو کې ۱۲۵ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۳۳
د لغمان دوو ولسوالیو کې ۱۲۵ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

د  لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د  «اې،ډي، اې مؤسسې»  په همکارۍ ۱۲۵ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو دانه او توکي ورکړل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت