د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۳۹
د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې په لارښوونه ددې ولایت د باباجی او ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه. 
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولسوالیو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا نوې اېښودل شوې برمې بندې، تازه جوړېدونکي دېوالونه ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو .
د یادونې وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې تر دې وړاندې هم د سلګونه جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له استازو سره د نویو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له استازو، سید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۹
Background image

میدان وردګو کې پر ۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغان سولې جوړوونکې بشري مؤسسې له لوري د دغه ولایت د چک ولسوالی په بندي چک سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۱۰
Background image

خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي؛ سږ کال یې تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال. . .

بازگشت