د ننګرهار کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۱۵
د ننګرهار کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی د سید احمد خېلو، ډواني اوحیدرخېلو  کانال او سربند د جوړیدو چارې پیل شوي، چې په دې پروژه کې د ۱۳۷۴ متره په اوږدوالي کانال، ۳۴۰۰ متره کېندنې، ۳ سوپر پسیج، یو د اوبو ناوه، ۱۱۵۲ متره د غاړو دیوالونه، د کانال په شاوخواکې  ۷۰۰ متره زهبر جوړول  او ۱۱۷۴ مترو  تراسونو جوړول شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۰۰ جریبه نوي ځمکه اباده او ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۷۱۳ تنو ته په درې فازونو کې د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ۱۷  میاشتو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 دغه راز د کوټ په ولسوالی کې د کوچنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ۲ کرنیزي ټولنې جوړي شي؛  چې په یادو ټولنو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، کرنیز وسایل، د بازار موندنې او  کرنې په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت