د ننګرهار چپرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۴۸
د ننګرهار چپرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې رېښې او یوشمېر نورو بنسټونو په همکارۍ د چپرهار ولسوالی په ډاګو،  ګلدري،  سلیمانخېلو او مانو کلیو کې ۱۴۰ تنو بزګرانو ته د الوګانو روزلو په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
د چپرهار ولسوالی د سبو مسؤل حاجي بهادر خان کاکړ په خبره یادې مؤسسي بزګرانو ته د الوګانو د غوره ډولونو ټاکلو، کښت، اوبولګولو،  هرزه وښو کنټرول،  سرو استعمال، ناروغیو مخنیوي او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړه.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي د ننګرهار په ۲۲ ولسوالېو کې بزګرانو ته د سبو ترڅنګ په غله جاتو، بڼوالۍ،   تېلي او صنعتي نباتاتو په برخه کې روزنه ورکړي؛  ترڅو عصري کرنه دود او په نتیجه کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت