پکتیا کې نږدې ۳۰ جیوډیزیکي شبکې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۵۵
پکتیا کې نږدې ۳۰ جیوډیزیکي شبکې جوړېږي

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام څخه  راغلي پلاوي سره ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام  پلاوي پکتیا ته د خپل سفر په هکله وویل، چې دوی غواړي د پکتیا ولایت مرکز ګردیز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې نږدې ۳۰ جیوډیزیکي شبکې جوړې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په واک یې ورکړي، چې د یادو جیوډیزیکي شبکو په موجودیت کې به په راتلوونکي کې ټولې ساختماني پروژې لکه سړک، د سړک آړوند پلونه او نور سوداګریز او استوګنیز ساختمانونو په معیاري جوړولو کې به ترې ګټه پورته شي.
 دا چې پکتیا ولایت د څو ولایتونو د زون مرکز شمېرل کیږي لکه د نورو زونونو په څېر یاد کار تر اوسه پورې په پکتیا ولایت کې  نه وو ترسره شوي.
په همدې حال د پکتیا دکرنې رییس یاد پلاوی ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او وویل، چې کارونه موپه ښه توګه ترسره او د اراضي کارکونکو په همغږی سره مخته لاړ شئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت