هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۵مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۲۲
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۵مه نوبتي غونډه دائره شوه 

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۵مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۵مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په پیل کې د لښکرګاه ښار اړوند د دوهمې، نهمې او لسمې حوزې په مربوطاتو کې د نوو ودانیو ، تاسیساتو او نورو رغنیزو چارو موضوعات تر بحث لاندې ونیول او پریکړه وسوه تر هغو چې په ذکر سوو حوزو کې د ملکیتونو اسناد او سوابق نه وي ارزول سوي نوي کارونه دې په نوموړو ساحو کې د اړونده امنیتي مسؤلینو لخوا څخه وځنډول شي.
وروسته تخنیکي پلاوي د سنګین ولسوالی کې د اما/رتي ځمکې پر سر د اشخاصو د دعوی اسناد او سوابق چې د کرنې وزارت او ولایت مقام لخوا محول سوي وو و ارزول ، په اړه یې نظر ترتیب او عالي مقاماتو ته ولېږدول شو .
ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوي په مرکز لښکرګاه کې د احمدشاهي مینې توسعوي پلان په اړه د امارتي ځمکو د غصب مخنیوئ کمیسیون لخوا رالیږل سوی ګذارش او ورسره مل اوراق ولوستل ، د کمیسون د پریکړې د عملي تطبیق په موخه د یو لړ شرعي موانعو د رفع کولو په موخه د عالي مقاماتو څخه د استهدا غوښتلو پریکړه وشوه .
تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو  مراجعینو املاکي ستونزي په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د درېیو روسي شرکتونو له چارواکو سره وکتل

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د درېیو روسي شرکتونو له چارواکو سره، چې پکې غلام یحیی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۸:۵۵
Background image

بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس سفر

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټوري غونډه د اړوندو ادارو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت