د ننګرهار دکرنې رییس خپلو کارکوونکو ته؛ په خپلو چارو کې رښتنولۍ او روڼتیا ته پام وکړئ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۹:۳۲
د ننګرهار دکرنې رییس خپلو کارکوونکو ته؛ په خپلو چارو کې رښتنولۍ او روڼتیا ته پام وکړئ

٢۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  په مشرۍ د کرنې ریاست کارکوونکو سره د کارونو د لا روڼتیا  په موخه د همغږۍ ناسته  ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست امرینو او مدیرانو ګډون کړی وو، چې په ترڅ کې یې مدیران او کارکوونکو ته سپارل شویو دندو اومسولیتونو د روڼتیا او په کارونو کې صداقت سپارښتنې وشوې. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې دنبوي سنت،  سیرت او اسلامي شرعي احکامو په رڼا کې د کرنې ریاست اړوند امرینو او مدیرانو ته لازمې  سپارښتنې وکړې .
دغه راز امریتونو او مدیریتونو کې د نظافت مراعتول، په دفتر کې د وسایلو ساتلو، د کرنې ریاست فعالیتونو ته انعکاس ورکولو، دحاضري پابندۍ، د نظام کلک ملاتړ  او د ادارې د کارکوونکو له لورې  د سلسله مراتبو په مراعت او په اړونده برخو کې پر نورو مسایلو خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت