هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۴مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۱:۴۹
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۴مه نوبتي غونډه دائره شوه 

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۴مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۴مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې د بولان څیړنیز فارم کې د ٣.٥ جریبه غصب سوې ځمکې په اړه د ځمکو غصب مخنیوی کمیسیون لخوا د یو لړ نیمګړتیا د پوره کولو په اړه بحث او خبرې وکړې او له اړونده اداراتو یې د معلوماتو اخیستلو په موخه لازمې کړنې ترسره کړې ، همدارنګه د پی آر ټي د ځمکې په اړه د ولایت محترم مقام ته تحریري معلومات ترتیب او وړاندې شول.
تخنیکي پلاوي د سنګین ولسوالی کې عیدګاه جامع جومات ته څېرمه د ځمکې پر سره د اشخاصو دعوی اسناد او سوابق و ارزول او اړونده لوریو ته یې د موضوع د حل په برخه کې د اجرائتو ډاډ ورکړ.
ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوي په مارجې ولسوالی کې د ٢٠زره جریبه او نهرسراج ولسوالی کې د ٤٥٠٠ جریبه ځمکې پر سر ددعوی د لوریو سره لیدنې وشوې او په دې برخه کې یې د اما/رتي او شخصي ځمکو تشخیص، تثبیت او تفکیک په اړه د هر  اړخیزو څېړنو تر سره کولو ژمنه وکړه.
دنننۍ ناستې په لړ کې د بولان پر دښت د لسمې حوزې او مرکز لښکرګاه کې د ٩حوزې په سیمو کې د رهایشي نمرو او پلانونو په اړه د بېلابېلو اشخاصو او مراجعینو سره لیدنې وشوې، اسناد او سوابق یې و ارزول شول او د وروستیو کړنو لپاره د لازمو اجرائتو ترسره کولو پریکړې وشوې.

تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو  مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۵
Background image

هلمند کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځۍ او عیر معیاري قصابۍ وتړل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسوولینو د ګرشك ولسوالی د حیواني درملو پلورنځیو پراخې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۰
Background image

فاریاب کې د څاڅکو اوبولګولو پروژه او د بدیل معیشت کمپاین پرانیستل شو

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د بدیل معیشت د پوهاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

بازگشت