د خوست دوو ولسوالیو کې د باراني اوبو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۹:۳۴
د خوست دوو ولسوالیو کې د باراني اوبو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د علیشېر او ترېزیو ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په همکارۍ د باراني اوبو د مدیریت په پار د چکډمونو او غوچوړو کېندلو پروژې چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره په همدې موخه د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له خوا پر ۱۷۲۰ کاریګرو بیلچې، کلنګونه او واسکټونه وېشل شوي دي، چې ددې پروژې په ترڅ کې په ۲۰ وروځو کې به د یادو ولسوالیو په یوشمېر سیمو کې خاورین چکډمونه او غوچوړې کیندل کېږي.
ددې پروژې موخه د باراني اوبو مدیریت او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې زیاتول او مالدارانو او بزګران ته د دوی د اړتیا وړ اوبه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت