ننګرهار کې پر ۱۶۰ اړمنو کورنیو د مرخېړیو تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۹:۵۴

۲۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په ګډون شپږو ولسوالیو «سرخ رود،  بټي کوټ، کامې، غني خېل،  بهسود او مومندرې» کې د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت ۱۶۰  تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقي پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار  د مرخیړیو تخمونه ( سپاؤن) ورکول کېږي. 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې  هرې ګټي اخیستونکې  ته د مرخیړیو تخمونو ترڅنګ د ۲۰۰ ډالرو معادل د مرخیړیو روزلو لپاره وسایل هم ورکول کېږي .
محمد وویل، د مرخیړیو تخمونو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابره شي؛  د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز د مرخیړیو ترویج او ښي روزنې په برخه کې مختلف روزنیز پروګرامونه هم یادو کسانو ته ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مرخیړیو ترویج او   روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د. . .

بازگشت