د ننګرهار کانال د خرما بڼ حاصلات ډېر شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
د ننګرهار کانال د خرما بڼ حاصلات ډېر شوي

۱۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د یاد کانال د خرما بڼ حاصلات ډېر شوي دي. د چارواکو په خبره سږ کال به د اټکل له مخې د ننګرهار کانال شرکت د خرما بڼ د حاصلاتو اندازه شلو ټنو ته ورسېږي، چې تېر کال یې کچه ۱۸ ټنه وه.
د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ به د خرماو د ۴۰ جریبه بڼ حاصلات د تېر کال په پرتله لوړ وي، چې د اټکل له مخې به يې د حاصلاتو اندازه شاوخوا شل ټنو ته لوړ شي. په داسې حال کې چې تېر کال د همدغو خرماو د حاصلاتو اندازه شاوخوا ۱۸ ټنه وه 
د چارواکو په خبره د یاد بڼ د خرماوو حاصلاتو د زیاتوالي لامل د نورو اګرو تخنیکي فعالیتونو ترڅنګ په خرما بڼ کې د نرمکارۍ، د هرزه ګیاو راټولول، د خرما د وږو ( خوشو ) قاتول او منظمول، د ونو د سکرونو پاکول، د ښه حاصل ترلاسه کولو لپاره د یوریا سرې کارول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت