د لغمان مرکز کې د شاتو مچینو روزونکو سره مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
د لغمان مرکز کې د شاتو مچینو روزونکو سره مرستې وشوې

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د «اکښن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت مرکز مهترلام کې د شاتو مچیو پر ۱۰ روزونکو د شاتو مچۍ او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د شاتو مچیو هر روزونکي ته پنځه پیټۍ د شاتو مچۍ ډک صندوقونه، دوه پیټۍ خالي صندوقونه، دګروه نیولو لپاره خالي پیټۍ، یو عدد دود پمپ، یوجوړه دکارجامې، خوراکه دانې دوه عدده، دتجرید تخته دوه عدده، یو پلاستیکي سطل، یو څټک، یو عدد شانه برس، یوجوړه دستکشې، موم تراش یو عدد، د ملکې قفس څلور عدده، دخوراکه دانې  پیټۍ، موم دوه کیلو،اره یوعدد، دوا یو پکیج، سپرې یوعدد او د شاتو د ویستلو ماشین ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د شاتو مچیو روزونکو ملاتړ او په ټوله کې ددې سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت