زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۷
زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د زابل  ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام  د زابل  ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم  د مرکز قلات له بازار څخه لیدنه وکړله.
یاده لیدنه چې د مرکز قلات په بازار کې د ښاري نقشې د تطبیق اودهغه دوکاندارنو او کسبه کارانو چې د ښاري قانونو خلاف يې دوکانونه رامخته کړي وو او یا هم له پیاده رو څخه یې استفاده کوله ورته هدایت او لارښونه وشوه.
په یاده لیدنه کې د ښارجوړونې، قلات ښاروالۍ او ټولګټو ریاست انجنیرانو هم د تخنکي ټیم ملتیا کوله.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د چکډېمونو اغېزمنه پایله؛ د اوبو زېرمه او د سېلابونو مخنیوی

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د. . .

بازگشت