دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۹
دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون د ۱۴۰۲ ام کال د تلي له ۲۶ تر ۲۹ مې نېټې،د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، ډول ډول مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې نندارې ته وړاندې کېږي.
بزګران او تولیدوونکي کولی شي، چې ددې نندارتون له لارې د راتلونکو همکاریو په موخه د کرنیزو محصولاتو له صادروونکو، سوداګرو او متشبثینو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. 
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د محصولاتو د نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د ۱۴۰۲ام کال د وږې له ۱۴ تر ۲۴ مې نېټې پورې وېشل کېږي. په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت