ننګرهار کې د چرګانو صنعت د ودې په پار هڅې؛  د چرګانو ټولنې مشر ټاکنې ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۵:۲۸
ننګرهار کې د چرګانو صنعت د ودې په پار هڅې؛  د چرګانو ټولنې مشر ټاکنې ترسره شوه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د چرګانو صنعت د واحدې اتحادي د مشرۍ لپاره دمختلفو اتحادیو له لورې انتخابات ترسره شول . 
دننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي د ګډونوالو ته د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو د صنعت د پراختیا طرزالعمل شریک او د وزارت د اصولو له مخي د مشرانو د ټاکلو سپارښتنه وکړه.
ددې ټاکنې په ترڅ کې د رایو په تائید سره حاجي توریالې کاکړ د رییس او فضل محمد سیار د ددې ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شول.
دغه راز د ټولنې د مشرانو د ټاکلو په غونډه کې د چرګانو روزونکو ټولنو،  پولټري داکترانو ټولنه،  د چرګانو واریدونکو ټولنه،  چرګانو د دانې تولیدونکو ټولنه او د ننګرهار ولایت په کچه د چرګانو فارم لرونکو برخه اخیستي وه؛  چې ټولو ټولنو په یو اتفاق ددې سکتور لپاره حاجی توریالي د رییس اوفضل محمد سیارد مرستیال په توګه و ټاکل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت