د مالدارۍ سکټور پراختیا او لبنیاتو په برخه کې د ځآن بسیاینې په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۵:۲۶
د مالدارۍ سکټور پراختیا او لبنیاتو په برخه کې د ځآن بسیاینې په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې یاد شرکت په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا او د لبنیاتو په برخه کې د ځان بسیاینې په پار هلې ځلې چټکې کړي دي.
د کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د مالدارۍ پیاوړتيا او لبنياتو برخه کې ځان بساېنې په پار یې چټک کارونه پیل کړي دي. 
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم  وويل:  «د مالدارۍ د پياوړتيا لپاره مو نوی هڅې پېل کړي، ننګرهار چې يو باارزښته ولايت دی، د دې ولایت د اوسیدونکو د اقتصاد لويه برخه  په کرنې او مالدارۍ ولاړه ده، ځکه خو موږ په دې برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي. همدارنګه په نږدې ورځو کې به په درېيم فارم کې د مالدارۍ ويجاړ شوی فارم بيا ځلې په عصري سيستم فعال شي.» 
کارپوهان په دې اند دي که په افغانستان کې د کرنې ترڅنگ مالدارۍ ته ډېره پاملرنه وشي، نه يوازې داچې کليوالو او بزگرانو ته وراوښتي پخواني زيانونه به جبران شي، په روان حالت کې به هم ددغه هېواد اقتصاد ته ډېره گټه ورسوي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت