د نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو  د دو کرنیزو کوپراتیفونو مدیره پلاوی غړو سره ناسته وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۳:۵۱
د نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو  د دو کرنیزو کوپراتیفونو مدیره پلاوی غړو سره ناسته وشوه 

۸ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کرنیزو کوپراتیفو د بررسۍ پروسې په لړ کې د ګډ پلاوی لخوا ددوه بابه کرنیزو کوپراتیفونو له غړو سره ناسته وشوه او ترڅنګ یې د دوی د کرنیزو وسایطو موجودي ترسره شوه.
د ناستې او بررسی په دې لړ کې دګرمسیرولسوالی د افغان په نامه کرنیز او د نهرسراج ولسوالی اړوند د شیندک مانده کرنیزو کوپراتیفونو له مسؤلینو سره  په نوی طرزالعمل دثبت چارو دمخته وړلو، د دوی دماشینرۍ دموجودی او د نوې کړنلارې له مخې له یادو وسایطو څخه د کار اخیستنې په برخه کې ورته  لازمې  لارښوونې وشوې.
دغه پروسه د ګډ پلاوی لخوا مخته وړل کېږي، چې پکې د ولایت مقام،  امنیې قوماندانۍ او کرنې ریاست استازي شامل دي .
د یادونې وړ ده، چې د بررسۍ دغه لړۍ به تر هغو ادامه ولري، تر څو ټول کرنیزو کوپراتیفونونه د کرنې  وزارت لخوا د نوې کړنلارې مطابق عیارشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت