د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت د ریاستونو د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۳۵
د کرنې وزارت د مالي او اداري معینیت د ریاستونو د همغږۍ غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معینیت په چوکاټ کې د یاد معینیت د ریاستونو د همغږۍ غونډه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ او د اړوندو رییسانو په ګډون دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اضافي املاکو د تایید، ارزونې او قرارداد د تجدید، ترانسپورتي ستونزې، د ولایتي سندونو په اړه پرېکړې، په مرکز کې د غنمو د پېر او په مرکزي سیلو کې د هغې د زېرمې، په دولتي ادارو کې د ۱۴۰۲ ګمارنو راپور او قراردادونو، د کارمندانو حاضري او د توکو پیرلو د تدارکاتو د پروسې په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري معینیت د اړتیا په صورت کې په منظمه توګه اداري غونډې کوي، ترڅو د اړوندو ادارو د چارواکو ستونزې او شکایتونه شریک او حل لارې ورته پیدا شي.

جلسه هماهنگی ریاست های معینیت مالی و اداری  وزارت زراعت برگزار شد
جلسه هماهنگی ریاست‌های تحت اثر معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی فضل‌الباری فضلی معین و اداری و اشتراک رییسان مربوطه آن دایر گردید.
در این جلسه روی موضوعات تثیبیت، ارزش یابی و تجدید قرارداد جایدادهای مازاد وزارت زراعت، مشکلات ترانسپورت، تصمیم در مورد پیشهادات ولایات، خریداری گندم و نگهداری‌ آن در سیلوی مرکزی، گزارش تعینات سال 1402 در بخش‌های دولتی و قراردادی، حاضری کارمندان و خریداری اجناس و پروسه تدارکاتی آن بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معینیت مالی و اداری وزارت زراعت به گونه دوامدار طبق  ضرورت جلسه اداری را به‌منظور حل مشکلات و سمع شکایات با مسوولین بخش‌های مربوطه دایر می‌نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت