د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د سازګارۍ رییس معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۲۸
د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د سازګارۍ رییس معرفي شو

مولوي عبدالمنان «حاجي مومن» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د  مقام په منظورۍ د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د جوړجاړی یا سازګارۍ د رییس په توګه وګمارل شو.
د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د جوړجاړی یا سازګارۍ د رییس په توګه د مولوی عبدالمنان په پېژند غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي،  د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، دکرنې وزارت یو شمېر رییسانو او د اړونده ادارې کارکوونکو ګډون کړی و، چې په ترڅ کې یې د یادو چارواکو له خوا ښاغلی مولوی عبدالمنان ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور له اقلیمي بدلونونو څخه په جدي توګه اغېزمن شوی دی.

رییس سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تاثیرات آب و هوا معرفی شد 
مولوی عبدالمنان«حاجی مومن» به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظور مقام ریاست الوزارا امارت اسلامی افغانستان در بست دوم  به حیث رییس سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تاثیرات آب و هوا تعین شد.
مولوی عبدالمنان طی برنامه‌ای با حضور داشت مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری و مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و شماری از روئسای وزارت زراعت به کارمندان آن اداره معرفی شد.
این در حالی است که سکتور زراعت و مالداری افغانستان به گونه جدی متاثر از تغییرات اقلیمی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت