د کورني اقتصاد پیاوړتیا په پار هڅې؛  ننګرهار  کې پر ۱۵۰۰ مېرمنو  د کورنیو باغچو لپاره اصلاح شوي تخمونه  وېشل کېږي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۱:۱۳
د کورني اقتصاد پیاوړتیا په پار هڅې؛  ننګرهار  کې پر ۱۵۰۰ مېرمنو  د کورنیو باغچو لپاره اصلاح شوي تخمونه  وېشل کېږي 

۶ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اکشن ایډ په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت  ۱۵۰۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټې وټې مسولیت ور تر غاړې دي د کورنیو باغچو لپاره اصلاح شوي  تخمونه او کرنیز وسایل ورکول کېږي. 
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د اکشن آیډ مؤسسه د ننګرهار په لعلپوري،  ګوشتي او شینوارو لسوالیو  کې ۱۵۰۰  کونډو او بېوزله مېرمنو ته د سبو اصلاح شوی تخمونه او نور اړونده لازم وسایل ورکوي .
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د سبو تخمونو کې د شلغم،  ګلپي، بېنډۍ، توربانجان، رومي بانجان او ملۍ اصلاح شوي تخمونه او کرنیزو وسایلو کې لور، رمبي،  بېلچه، تسکوره او پنجي کش ورکول کېږي. 
وړاندې تردې هم اکشن آیډ مؤسسه  سلګونو مېرمنو ته په ننګرهار کې اصلاح شوي تخمونه،  کرنیز وسایل او کورني چرګان د ورځني اړتیاوو پوره کولو په موخه  ورکړې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت