د کرنې په وزارت کې د متخصصینو د ګمارنې په پار رقابتي ازموینه واخیستل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۲۲
د کرنې په وزارت کې د متخصصینو د ګمارنې په پار رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د (ان.ټي.ای) معاش سره د مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه د ۷۸ تنو په ګډون رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
دغو کسانو په ازموينه کې د هېواد له ١٥ ولايتونو څخه برخه اخيستې وه، څو په اړوندو ولايتونو او تخصصي څانګو کې د کرنې د متخصصينو په توګه وګمارل شي.
مولوي فضل الباري فضلي د رقابتي ازموينې په پيل کې وويل: «په افغانستان کې قوم، ژبه او نژاد مهم نه دى، د متخصصينو په ګمارنه کې تخصص او لياقت مهم دى، افغانستان کدرونو او متخصصينو ته اړتيا لري، څو د پرمختګ شاهدان واوسو. باید د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د متخصصینو په ګمارلو سره دغه سکتور ته وده او پراختیا ورکړي.

امتحان رقابتی گزینش متخصصین در وزارت زراعت  برگزار شد
امتحان رقابتی به‌منظور انتخاب متخصصین با معاش( ان. تی. ای)  با حضور 78 تَن از اشتراک کننده‌گان در وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای برگزار شد.
این اشخاص از 15 ولایت کشور در امتحان شرکت نموده تا به حیث متخصص زراعت در ولایت‌های مربوطه و بخش‌های تخصصی برگزیده شوند.
مولوی فضل‌الباری فضلی در آغاز برگزاری امتحان رقابتی گفت:« در افغانستان قوم، زبان و نژاد مهم نیست در گزینش متخصصین تخصص و لیاقت مهم است، افغانستان نیاز به کدرها و متخصصین دارد تا ترقی و پیشرفت را شاهد آن باشیم هرشخص به اندازه توان و حد اش کار نماید تا مشکلات مردم رفع گردد.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا با گزینش متخصصین در بخش‌های مختلف زراعت، آبیاری و مالداری این سکتور را رشد و انکشاف دهد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت