د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې  او ترویج مرکز څخه د افغانستان د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۲۲:۱۴
بازدید وزیر زراعت افغانستان از مرکز تحقیق، آموزش و ترویج زراعتی ایران

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د کرنیزو څېړنو، روزنې  او ترویج مرکز څخه لیدنه وکړه.
مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوي د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې  او ترویج مرکز څخه د لیدنې پرمهال د یاد مرکز له چارواکو سره هم وکتل.
په دې کتنه کې د بوټو ساتنې، د نباتاتو د ناروغیو او افتونو، د سیروم او واکسیناسیونونو جوړولو، د الوتونکو او حیواناتو او د کرنیزو څېړنو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه، چې د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج مرکز چارواکو په دې اړه معلومات ورکړل. 
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او ورسره پلاوي د الوتونکو او حیواناتو د ساتلو له کلیکسون او د مرخېړیو د تولید او پالنې له مرکز څخه هم لیدنه وکړه.
د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې  او ترویج مرکز یو له هغو موسسو څخه دی چې د کرنې وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.
ددې سفر په ترڅ کې، په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر فضل محمد حقاني، دبوټو ساتنې رییس انجینر عتیق الله مسلم، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او د کرنې وزارت سلاکاران میرویس خوګیاڼی، حشمت الله شهراني او برکت الله د کرنې وزیر ملتیا کوله.
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د ایران د کرنې وزارت له مسوولینو سره وګوري او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د لا پیاوړتیا او د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو د کرکيلې د بدیل د رامنځته کولو په برخه کې د ایران ایران هېواد د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت