د کورني اقتصاد پیاوړتیا په پار هڅې”  ننګرهار  کې پر ۵۰۰ مېرمنو د کورنیو بڼګیو توکي وېشل کېږي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۵
د کورني اقتصاد پیاوړتیا په پار هڅې”  ننګرهار  کې پر ۵۰۰ مېرمنو د کورنیو بڼګیو توکي وېشل کېږي 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اکشن مؤسسې ایډ په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت  ۵۰۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټې وټې مسوولیت ور تر غاړې دي د کورنیو بنګیو لپاره تخمونه او کرنیز توکي ورکول کېږي. 
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دکرنیزو خدمتونو مدیریت وویل، چې د شینوارو  ولسوالی کې ۵۰۰ کونډو او بېوزله مېرمنو ته د سبو اصلاح شویو تخمونه او نور اړونده توکي ورکول کېږي.
د سبو په دغو تخمونو کې د شلغم،  ګلپي، بېنډۍ، توربانجان، رومي بانجان او ملۍ اصلاح شوي تخمونه او کرنیزې توکي لکه کې لور،  رمبي،  بېلچه، تسکوره او پنجي کش شامل دي. 
وړاندې تردې هم اکشن آیډ مؤسسي  سلګونو مېرمنو ته په ننګرهار کې اصلاح شوي تخمونه،  کرنیز وسایل او کورنې چرګان د ورځني اړتیاوو پوره کولو په موخه  ورکړي وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت