ننګرهار کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکړې پروژه پیل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۳:۵۹
ننګرهار کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکړې پروژه پیل شو


۲۶ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت او د اکشن آیډ مؤسسې  په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو بهسود،  بټي کوټ،  مهمندري،  اچین،  چپرهار،  سپین غر، نازیان،  کوټ، هسکه مېنه رودات او خوګیانو کې دکار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکړي پروژه پیل کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د اکشن آیډ مؤسسه په ننګرهار کې د ۱ میلیون، ۳۴۶ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت،  ۱۳ زره او ۴۶۶ کسانو ته د ۲۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره کړی دی  .
محمد وایې یاده مؤسسه ۷۵  د اوبو ودانۍ،  چې ابریزي،  چیک ډیم،  تراسونه،  محافظوي دېوالونه او ګڼې نورې ودانۍ شامل دي  جوړوي.
همدارنګه  دیادو  ودانیزو  پروژو پلي کولو موخه د اوبو  غوره مدیریت او دخوړوخوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت