نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۴:۱۴
نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

۲۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن او ورسره مل پلاوی ددې ولایت  برګمټال ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له لسوال، سیمه ییزو چارواکو او له ولسونو سره د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په پار ناسته وکړه.
 په دې ناسته کې د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن د نوموړې ولسوالی قومي مشرانو ته د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ارزښت بیان کړ.
ښاغلی ایمن طبیعي ځنګلونه د هېواد ملي شتمني او له منځه وړل یې جرم وګڼل، هغه له قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو څخه وغوښتل، چې د خپلې اړوندې سیمې د ځنګلونو د پریکولو په مخنیوي کې قومي ناغو او هوکړه لیکونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.
 همداراز نوموړي قومي مشرانو ته په یادو کلیو کې د ځنګلونو د ساتنې او تنظیم لپاره د ځنګلدارۍ ټولنو د ایجاد خبره وکړه.
په ورته وخت کې قومي مشرانو د قومونو په استازولي د نورستان د کرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې ځنګلونه به نه قطع کوي او د سر غړونکو په پېژندلو کې به همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت