د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د بند امیر د معلوماتو له مرکز څخه لیدنه وکړه
٢۲ زمری ۱۴۰۲ه.ش
٢۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د بند امیر فرهنګي او اطلاعاتي مرکز څخه لیدنه وکړه او د دغه مرکز له مسوولینو سره یې وکتل.
د دغه مرکز چارواکو د بند امیر او باميانو ولايت د اصلي شتمنيو په اړه معلومات ورکړل او د خپلو فعاليتونو راپور یې وړاندې کړل.
د دغه مرکز مسوولين وايي چې دغه مرکز ته هره ورځ لسګونه کورني او بهرني سيلانيان راځي او د دغه مرکز کارکوونکي ورته د باميانو ولايت د سيمه ييزو شتمنیو په اړه معلومات ورکوي.
بازدید معین آبیار و منابع طبیعی از مرکز معلوماتی بند امیر
۲۲ اسد ۱۴۰۲ ه.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از مرکز فرهنگی و معلوماتی بند امیر دیدن نمود با مسوولان این مرکز نشستی دایر نمود.
مسوولان این مرکز در مورد داشتههای بومی بندامیر و ولایت بامیان معلومات داده و از فعالیت شان گزارش دادند.
مسوولان این مرکز اظهار داشتند که روزانه به دهها تن از گردشگران داخلی و خارجی به این مرکز حضور یافته و کارمندان این مرکز در مورد داشتههای بومی ولایت بامیان به آنها معلومات میدهند.