ننګرهار کې د بزګرانو د ستونزو حل او هڅونې په پار ولسي ګروپونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۵:۴۸
ننګرهار کې د بزګرانو د ستونزو حل او هڅونې په پار ولسي ګروپونه جوړ شول

٢۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالی کې د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې د قومي مشرانو او بزګرانو څخه ولسي ګروپونه جوړ شول.
ددغو ګروپونو له ډلې دوه یې د قومي مخورو او دوه ګروپونه د بزګرانو څخه جوړ شوي، چې د بزګرانو په هر ګروپ کې  ۹۰ تنه بزګران شامل دي.
یاد ګروپونه د بزګرانو د ستونزو د حل،  هڅونې  او ارزونې لپاره جوړ شوي؛ ترڅو وړ او ناچاره بزګران په نښه او د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې ورسره مرسته وشي.
دغه راز اسلامیک ریلیف مؤسسه به دبزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو،  کیمیاوي سرو، د بزګرۍ وسایلواو ګڼو نورو برخو کې مرستې کوي؛  ترڅو بزګران پرځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت