د هلمند مرکز لښکرګاه کې ګڼو بزګرو ته کرنیز توکي او روزنه ورکول شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
د هلمند مرکز لښکرګاه کې ګڼو بزګرو ته کرنیز توکي او روزنه ورکول شوه 

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو په وړاندې مبارزې دفتر په مالي او  له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې په مالي همکارۍ ١٥ تنو بزګر ته د کتاري کښت اړوند نوي او عصرى ماشين الات ووېشل شول .
د يادو توکو د وېش تر څنګ د بېلابېلو سیمو ٤٠ تنو بزګرانو ته د کتاري کښت لارې چارې په عملي او نظري توګه ور وښودل شوې.
د یادولو وړ ده، چې د کتار په بڼه د کرنې په ترڅ کې د لږې ځمکې څخه زیات حاصلات په لاس راځي او ترڅنګ یې د روزنې او پالنې په برخه کې هم بزګرو ته اسانتیاوې رامنځته کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت