د هلمند ولایت دبولان ځنګل او تفریحي پارک څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۳۴
د هلمند ولایت دبولان ځنګل او تفریحي پارک څخه څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګو اومالداری ریاست اړوند د طبيعي سرچينو آمر الحاج قاری دين محمد مغفور او ورسره مل پلاوی ددې ولایت  دطبيعي سرچينو اړوند سیمو څخه ليدنه وکړه.
دیادې لیدنې په ترڅ کې  د ملت تفريحي پارک او د بولان مرکزي ځنګل څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه 
ښاغلي مغفور د بولان طبیعي ځنګل او ملت تفریحي پارک بېلابیېلې برخې له نږدې څخه ولیدلې، او د یادو برخو د ښې ساتنې او روزنې برخه کې یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې .
ددې ترڅنګ نوموړي اړوندو کارکوونکو ته پر وخت د حاضرۍ ورکولو او د ورځنیو فعالیتونو په ښه ډول ترسره کولو لارښوؤنې وکړې .
وروستیو کې اړونده کارمندانو  د طبیعي ځنګل او پارک د حفظ او مراقبت په برخه کې ستونزې او غوښتنې د طبیعي سرچینو له آمر سره شریکې کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت