هلمند کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۲۸
هلمند کې سکټوري غونډه دائره شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کي میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه.
 په یاده غونډه کي د کرنې د ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر، د  پلان او برنامو عمومي مدیر، دیو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کي د کرنې د سکتور اړوندو مؤسساتو مسئولینو د تېرې میاشتې په لړکې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کي د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همږغۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین د مؤسساتو مسئولینو ته د اړتیا وړ راپورونو د پر وخت ورکولو او د چارو د همغږي کېدلو سپارښتنې وکړې.
په غونډه کي د هرې ادارې مسؤل په خپل وار سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، غوښتنې او ستونزې شریکي کړې، چي د غونډې له ګډونوالو لخوا ورباندي بحث وشو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت