د مالوچو د تولید او پروسس له سوداګرو سره د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۲۰:۱۵
د مالوچو د تولید او پروسس له سوداګرو سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د مالوچو د تولید او پروسس له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې کتنه کې د پنبې د تولید او پروسس د فابریکو خاوندانو د پنبې د ناروغیو او افتونو د مخنیوي، د پنبې د حاصلاتو راټولولو، پلورلو او پروسس په برخه کې خپلې ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د کرنې وزیر د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته په هېواد کې د دوی د پانګونې قدرداني وکړه او د دوی د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې ورکړې.
پنبه دانه د هېواد یو له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر بزګرانو يې په کرکېله بوخت دي.

دیدار وزیر زراعت با تاجران تولید و پروسس پخته 

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از تاجران ملی تولید و پروسس پخته دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
در این دیدار فابریکه داران تولید و پروسس پخته مشکلات شان در بخش  امراض و آفات مزارع پنبه دانه، جمع آوری، فروش  و پروسس پخته با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار حل مشکلات شان شدند.
وزیر زراعت پس از استماع مشکلات تاجران از سرمایه گذاری شان در داخل کشور قدر دانی کرده و هدایات لازم را به مسولان مربوطه جهت حل مشکلات شان شد.
پببه دانه از نباتات صنعتی با ارزش کشور است که تعداد زیادی از دهقانان کشور در ولایت مختلف مشغول کشت و پرورش آن می باشند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت