د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رییس سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۷:۲۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رییس سره وکتل


١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، په افغانستان کې د ناروې د کمیټې له عمومي رییس مګنوسن واټرډل او یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوی صدراعظم عثمانی په افغانستان کې د پروژو پر تطبیق کوونکو بنسټونو نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ په هېواد کې د پروژو په تطبیق کې هراړخیزه همکاري کوو، خو په دې برخه کې شفافیت هم غواړو. د سبو تخمونو او چرګانو وېش په اوږد مهال کې د خلکو ستونزې نه حلوي، په لنډ مهال کې هم بسنه نه کوي، کار باید بنسټیز او اوږدمهال وي.»
مولوی صدراعظم زیاته کړه: «د اوبو چکډم جوړول له بزګرانو سره د اوبو د کمښت او د اوبو د مدیریت په برخه کې مرسته کوي، چې ښه حاصلات ولري، همدارنګه د هېواد په شمال کې د حیواني ناروغیو پېښې هم ثبت شوي چې انسانانو ته لېږدول کېږي، چې باید مخه یې ونیول شي.»
په افغانستان کې د ناروې د کمیټې عمومي رییس  میګنوسن واټر وویل: «کرنه زموږ د کار اصلي برخه ده، موږ له تاسو سره د لومړیتوب او همغږۍ له مخې کار کوو او خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»
د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه د ناروې یوه موسسه ده، چې په ۱۹۸۰ کې په اوسلو (د ناروې پلازمېنه) کې تاسیس شوې ده. د دې ادارې اصلي موخه د روغتیا، ښوونه او روزنه، مدنې ټولنې، سیمه ییزې حکومتولۍ او کرنې په برخو کې د افغانستان له خلکو سره اوږدمهاله بشري مرستې دي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس کمیته ناروی در افغانستان
۱۵ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تاریه مگنوسن واتردال رییس عمومی و شماری از مسوولین کمیته ناروی در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار از موسسات تطبیق کننده پروژه‌ها در افغانستان انتقاد کرده گفت:« ما همکاری همه جانبه در تطبیق پروژه‌ها در کشور می‌نماییم اما شفافیت هم می‌خواهیم، توزیع لوازم و تخم سبزیجات و مرغ مشکلات مردم را در دراز مدت حل نمی‌کند حتی در کوتاه مدت هم بسنده نیست، کارها بنیادی و در دراز مدت باشد».
مولوی صدراعظم عثمانی افزود: «ساخت چکدم در کمبود آب و مدیریت آب‌ها به دهاقین کمک می‌کند تا محصولات خوب داشته باشند، هم‌چنان واقعات امراض حیوانی که به انسان منتقل می‌شود در شمال کشور ثبت شده که باید جلوگیری شود.»
تاریه مگنوسن واتر دال رییس عمومی کمیته ناروی در افغانستان گفت:« زراعت بخش عمده کاری ما است، ما مطابق اولویت و هماهنگی با شما کار می‌کنیم و بر حمایت خود ادامه می‌دهیم.»
کمیته ناروی برای افغانستان یا یک موسسه ناروژی بوده که در سال ۱۹۸۰ میلادی در اسلو (پایتخت ناروی) تاسیس گردیده است. هدف اصلی این موسسه کمک و مساعدت‌های طویل‌المدت و بشردوستانه به مردم افغانستان در بخش‌های صحت، تعلیم و تربیه، جامعه مدنی، حکومت‌داری محلی و زراعت می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت