د کرنې وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۴۹
د کرنې وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار له والي ملا محمد نعیم اخند سره وکتل.
دغه کتنه چې د ننګرهار د ولایت په مقام کې ترسره شوه، دواړو لورو د ننګرهار ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، بزګرانو او مالدارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار د نویو پروژو د پیل او د چارو د پرمختګ په پار له سیمه ییزو اداراتو سره د همغږۍ پیاوړي کولو په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي، د ننګرهار د کانال رییس، د ننګرهار د کرنې رییس، د کرنې وزارت د ځنګلونو چارو رییس، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس، دکرنې وزارت د مقام سلاکار او د ننګرهار ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.

دیدار وزیر زراعت با والی ننگرهار 
۱۵ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار با ملا محمد نعیم آخند والی ولایت ننگرهار دیدار کرد.
این دیدار که در مقام ولایت ننگرهار صورت گرفت دو طرف پیرامون حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی ولایت ننگرهار، راه اندازی پروژه های جدید به منظور ایجاد سهولت برای دهقانان و مالداران و تقویت هماهنگی ادارات محلی جهت پیش برد امور بحث و تبادل نظر نمودند.
این دیدار با حضور داشت  معاون والی ننگرهار رئیس کانال ننگرهار، رییس زراعت ننگرهار، رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت، رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و  شماری از مسوولان محلی ولایت ننگرهار صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت