د کرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت رییس معرفي شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۰:۶
د کرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت رییس معرفي شو

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي دکرنې سکټور دیوشمېر رییسانو او کارکوونکو په شتون کې؛ حفیظ خلیل احمدي دکرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت د رییس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د تخنیک او ترانسپورت د رییس په پېژندغونډه کې خبرې وکړې او په امانتداري، ایماندارۍ او د بزګرانو کورنیو ته د چوپړتیاوو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ: «د دولت دنده مسوولیت دی، امتیاز نه دی، هر څوک چې وغواړي چې په دنیا او آخرت کې د خلکو او خدای (ج) په حضور کې بریالی شي باید د خلکو لپاره صادق وي، هغه باید داسې کار وکړي چې خلک یې په ښه توګه یاد کړي او د قیامت په ورځ د الله (ج) پوښتنو ته په بریالیتوب سره ځواب ورکړي.»
ورپسې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمدحسین احمد خورشید حاضرینو ته د تخنیک او ترانسپورت د رییس د ټاکلو په اړه د اسلامي امارت د عالي مقام د فرمان متن ولوست.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد او حافظ خلیل احمدي د مالي او اداري مرستیال او حاضرو مسؤلینو لخوا خپل دفتر ته بدرګه او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په ورته وخت کې قاري مبارک مبارز هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زکات ټولولو د بیا کتنې د آمر په توګه ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

رییس تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت معرفی شد
مولوی فضل‌الباری‌فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با  حضور داشت شماری از روئسا و کارمندان سکتور زراعت حافظ خلیل احمدی را منحیث رئیس تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت معرفی کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در مجلس معرفی رئیس تخنیک و ترانسپورت صحبت نموده به امانت‌داری، صداقت و خدمت به خانواده دهقان تاکید نمود:" وظیفه دولتی مسوولیت است نه امتیاز، هر کسی بخواهد در دنیا و آخرت نزد مردم و پرورگار سربلند باشد باید صادقانه کار نماید تا مردم از او به نیکی یاد نمایند و در روز آخرت نیز سوالات الله‌"ج"موفقانه پاسخ بدهد".
بعدا مولوی محمدحسین  احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت متن مکتوب ریاست‌الوزراء امارت اسلامی مبنی بر تقرری رئیس تخنیک و ترانسپورت را به حاضران مجلس به خوانش گرفت.
مجلس با دعایه پایان یافت و حافظ خلیل احمدی توسط معین مالی و اداری و مسوولان حاضر تا دفتر کارش همرایی و به کارمندان معرفی گردید.
 در همین حال قاری مبارک مبارز منحیث آمر بررسی جمع‌آوری زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  نیز معرفی و  کارش را آغاز کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت